د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له وزیر سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۳:۹
 با وزیر ترانسپورت

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له وزیر الحاج ملا حميدالله اخندزاده سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کړنو او د دې ادارې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

 ورپسې دواړو لورو د هوايي چلند د انسټیټوټ د ښوونیز نصاب د ستونزو په اړوند خبرې وکړې.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د ياد شوي وزارت په تشو بستونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د فارغانو د جذبولو په برخه کې د ترانسپورت او هوايي چلند له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وزیر الحاج ملا حميدالله آخندزاده د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یاد وزارت د همکاريو په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو ګمارنې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS