د تخار تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لنډ مهاله مسلکي کورسونو څه باندې ۷۰ تنه فارغ شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۹:۳۰
تخار

د تخار ولایت تخنيکي او مسلکي انسټیټوټ د موبايل ترميم او خياطۍ په څانګو کې د روزنيز کورس له لومړي پړاو څخه شاوخوا ٧٠ تنه فارغ شول.

د دغه زده کړیالانو د فراغت مراسم د تخار ولایت د علماوو او سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجینر محمد ایفل مبارز فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د ټولنې د اقتصادي ودې او د هغې د اغیزمنتیا په برخه کې د ځوانانو د رول او د مسلک په هکله خبرې وکړې.

نوموړي ځوانان د ټولنې د ملا تیر او د اقتصادي بدلون عامل وبلل او د حرفوي کورسونو له فارغانو یې وغوښتل، چې خپله پوهه او مهارتونه د ټولنې د خدمت لپاره وکاروي.

د یادونې وړ ده، چې د دری میاشتني حرفوي کورسونو له لومړۍ دورې څخه ۶۸ تنه ځوانان فارغ شول. له دې جملې څخه ۴۶ تنه د موبايل د ترميم او ۲۲ تنه د خیاطۍ په برخو کې روزل شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS