د تخار تخنيکي انسټیټوټ د زده کړیالانو خلاقیت او نوښتونو نندارتون ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۰:۰
takhar

د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د زده کړیالانو د خلاقیت او نوښتونو نندارتون ترسره شو.

د تخار ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر انجنير محمد ايفل مبارز د دغه نندارتون د جوړولو موخه د زده کړیالانو هڅونه وبلله.

هغه وايي، د تخار تخنيکي او مسلکي انسټيټوټ زده کړیالان بې سارې استعدادونه لري او که په کافي اندازه امکانات  او تجهيزات ورته برابر شي، کولاى شي لا نوښتونه نندارې ته وړاندې کړي.

حيات الله د تخنيکي او مسلکي انسټیټوټ يو له هغو نوښتګرو زده کړیالانو څخه دی چې په کمو امکاناتو سره يې د "جيپ آهو" ډوله موټر جوړ کړ.

د دغه موټر په جوړولو شپږ میاشتې وخت نیولی او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS