د بلخ ولایت د کیمیاوي تکنالوژۍ انسټيټوټ زده کوونکو ته د برښنا په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۹:۱۴
TVETA

د بلخ ولایت د کیمیاوي تکنالوژۍ انسټيټوټ د الکتروتخنیک څانګې د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د برښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په جریان کې نوموړو ته د بریښنا او د برق در جریان  په اړه توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د الکتروتخنیک څانګې زده کوونکو، عملي فعالیتونه د خپلو زده کړو لپاره  ګټور ګڼي او د عملي زده کړو په برخه کې یې د مسؤلینو له هلو ځلو څخه قدر داني وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي او د یادو مرکزونو محصلین د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS