د بلخ د تخنیکي او مسلکي آمریت مسؤلینو د انافي موسسې سره ناسته ترسره کړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۰:۲۳
TVETA

دبلخ ولایت د تخنیکی او مسلکي آمر محترم نورالله صلاح الدین امینی په دغه ولایت کې د انافي موسسې له یوه پلاوی سره ناسته ترسره کړه.

په دې کتنه کې د موبايل ترميم په برخه کې د لنډ مهاله حرفوي کورس د پيل پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په یادې ناسته کې د انافي موسسې مسوولينو ژمنه وکړه چې د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې به د انافي موسسې په همکارۍ د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مبایل ترمیم په ګډون بیلابیل لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه په لاره واچول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS