د بغلان ولایت د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې د حرفوي پروګرامونو پیل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۳۰
TVETA

د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د حرفوي زده کړو دویم پړاو پیل شو.

په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل هم حضور درلود او وينا يې هم وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې په ټولنه کې د کار موندلو لپاره حرفوي زده کړې خورا مهمې دي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي اداره له دې پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه سلګونه کسان فارغ شوي او د کار په بازار کې په دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS