د بغلان ولايت د تخنيکي زده کړو له مرکزونو څخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ليدنه وکړه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت چې د يوه پلاوي په مشرۍ بغلان ولايت ته سفر کړى دى، د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه يې ليدنه وکړه.
نوموړي بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې وڅېړلې.
د بغلان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسئولينو او زده کوونکو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره په کتنه کې خپلې ستونزې شريکې کړې .
په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو یو له لویو ستونزو څخه د ښوونیزو تجهیزاتو کمښت او د عملي کار لپاره د مناسب چاپیریال نشتوالی بلل کیږي.