د انافي مؤسسې له مسؤلینو سره د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست ناسته ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست د یوې ناستې په ترڅ کې د "انافي" موسسې له مسؤلینو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو دګډو همکاریو پر پیاوړتیا او دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا «هوش مصنوعي» په برخه کې د ښوونیزو پروګرامونو د ترسره کولو په اړه بحث وکړ.

په همدې حال کې، د انافي موسسې مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او همغږۍ ریاست له چارواکو سره په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې نوموړوي به ډېر ژر د دې ادارې د کارمندانو لپاره د مصنوعي مصنوعي ځیرکتیا «هوش مصنوعي» په برخه کې روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د انافي مؤسسه د محصلینو او کارمندانو لپاره د ښوونیزو پرو ګرامونومو د جوړولو په شمول په بېلابېلو ښوونیز برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې همکاري لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS