د احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې لنډ مهاله حرفوي کورس دوهم پړاو پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۵:۱۱
آغاز دور دوم کورس کوتاه‌مدت حرفوی

د کابل ښار په احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې ۱۵۰ تنو لپاره لنډ مهاله حرفوي کورسونو دویم پړاو پیل شو.

په دغه روزنيز کورس کې د موبايل انجينري او خياطۍ زده کړې ورکول کېږي.

د احمدشاه بابا په انسټيټوټ کې لنډ مهاله حرفوي کورس په لومړي پړاو کې ۹۰ تنه وروزل شول، چې هغوی د فراغت تصدیق پاڼې هم تر لاسه کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک د لنډ مهاله کورسونو پر اغېزمنتيا د ټينګار ترڅنګ وويل، چې د دغه کورسونو د څانګو د زياتوالي لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د امکاناتو د نشتوالي له امله د جذب ظرفیت ټیټ دی، هڅه کېږي چې په دغه برخه کې هم د حل لار پيدا شي.

تر دې وړاندې هم حرفوي برنامو د سمون ریاست د مرکز او ولایتونو په انسټیټونو کې څو روزنیزې دورې په لاره اچولې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS