زدهکوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه
د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زدهکوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
د اړوندې څانګې استاد زدهکوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د کارولو څرنګوالی په مفصل ډول تشریح کړ.
د دې تعلیمي مرکز زدهکوونکي وایي، چې عملي زدهکړې د دوی د ښه پوهېدو لپاره ډېرې ګټورې دي او کولی شي فارغان د کار بازار ته ننوتلو لپاره لا ښه چمتو کړي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د تعلیمي مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه هم تل د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د عملي زدهکړو په پیاوړتیا او ښهوالي ټینګار کوي.
