د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه له ۷۰ زیات کسان فارغ شول
د ختیځ زون مسؤلین وايي چې ۷۴ تنو زدهکوونکو په ختیځو ولایتونو کې له حرفوي زدهکړو پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
دا حرفوي پروګرام د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لخوا او د ناروې کمیټې په همکارۍ معلولینو ته تنظیم شوی و، چې په همدې توګه په لغمان ولایت کې ۲۱ تنه، په ننګرهار ولایت کې ۲۲ تنه او په کونړ ولایت کې ۲۱ تنه زدهکوونکي فارغ شوي دي.
فارغ شوي کسانو اوس د کار په بازار کې د کار کولو وړتیا ترلاسه کړې ده.
په دې مناسبت جوړ شوي مراسمو کې د ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس، د لغمان او ننګرهار ولایتونو د اقتصاد رئیسانو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو یو شمېر مسؤلینو هم ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې ویناوالو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له پروګرامونو څخه مننه وکړه او په ختیځو ولایتونو کې د حرفوي زدهکړو پروګرامونو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
په دې مراسمو کې ویناوالو د نورو اړونده موضوعات په اړه هم خبرې وکړې او غونډه زدهکوونکو ته د فراغت سند په ورکولو سره پای ته ورسېده.
