د لغمان ولایت اړوند قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زدهکړو بهیر
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپلو په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په وړاندې کوي او غواړي ددې زده کړو پر مټ ځوانان پیاوړي کړي او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.
د عملي زده کړو ارزښت ته په پام سره، د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د چمن او ګلونو د زینتي ډيزاین په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
دغه راز لارښود استاد محصلینو تزئیناتو په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ چې د ګلونو او چمنونو ډيزاین کول چاپیریال ته سمسورتیا او د انسان ذهن ته آرامتیا ور بخښي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارتمحوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز ترسره کېږي، تر څو زدهکوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.
