د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټيټوټ د محصلينو د عملي زده کړو بهیر
د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د ساختمان د سیخ بندۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د ساختمان او د ساختمان د سیخ بندۍ د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
