د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو د تطبیق څرنګوالی
عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د یاد ښوونیز مرکز په اړونده لابراتوار کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د وینې دوراني سیسټم په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
په دې درسي جلسه کې لارښود استاد نوموړو ته د وینې د سپینو او سرو حجراتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه هم ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده. له همدې امله د یادو مرکزونو زده کوونکي له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کوي.
