د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان ولایت له مقاماتو سره ولیدل او د تخنیکي او مسلکي زون د جوړولو د څرنګوالي په شمول یې پر بیلا بیلو موضوعاتو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي په بدخشان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یو شمیر مرکزونو وضعیت څخه هم څارنه وکړه، او محترم مفتي فاضل د نوموړو مرکزونو له مسولینو سره د ستونزو او ننګونو د حل کیدو په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مالي او ادارې چارو مرستیال د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه کتنه کړې ده.