د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د لیول کارۍ په اړه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د ساختماني څانګې محصلینو ته د « لیول کارۍ» په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته د لیول کارۍ او دغه راز د اندازې او ارتفاع معلولو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.