د مقر کثیرالرشتوي انسټيټيوټ د محصلینو لپاره د کمپیوټر په برخه کې د عملی زده کړو بهیر

د غزنی ولایت د مقر ولسوالی د کثیر الرشتوي انسټيټيوټ محصلینو ته د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کمپیوټر مضمون په برخه کې په عملي ډول روزنه ورکول کیږي.
لارښود استاد د کمپیوټر په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته په عملي بڼه مفصل ځوابونه وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لاپياوړتيا ټينګار کوي.