د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د دفاع وزارت مرسته

media_admin
Sat, Feb 03 2024 3:04 AM
tveta

د کابل اتومیخانیکي اکاډمۍ لسګونه جرېبه ځمکې هوارول د دفاع وزارت په مرسته پیل شول.

د دغه پروګرام د پلي کولو موخه، تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتونو ته شنې ساحې او د څېړنیزو فارمونو جوړول یاد شوي دي.

د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې، مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، قاري عنایت الله رحماني، د ملي دفاع وزارت، انجینري لواء رئیس ارکان، همدارنګه د کابل ولایت د دفتر مقام رئیس، ګډون او خبرې وکړې. 

د مالي او اداري چارو مرستیال، چې په دغه مراسمو کې یې وینا کوله، د دفاع له وزارت څخه د اتومیخانيکي اکاډمۍ د ساحو اوارولو له کبله مننه وکړه. ښاغلي مفتي فاضل زیاته کړه، اوس مهال، ملکي او نظامي برخې د یوبل تر څنګ افغانستان ته خدمت کوي.

نوموړي د اتومیخانیکي اکاډمۍ او د هغه د مخینې په اړه توضېحات ورکړل، ویې ویل: اتومیخانیکي اکاډمي په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کیږي.

همدارنګه، د دفاع وزارت انجینری لواء رئیس ارکان په خپله وینا کې د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل « موږ شپه او ورځ د وطن خدمت کولو ته تیاریو».

په همدې توګه، د کابل ولایت تخنیکي آمر استاد رفېع الله حبیبي، د اتومیخانیکي اکاډمۍ د هوارولو په هکله توضېحات ورکړل، ویې ویل چې د دغه پروګرام په پای ته رسېدلو سره شنې ساحې ته ښه زمینه برابريږي.

نوموړي زیاته کړه په اوس حال کې ۱۸۰ جرېب ځمکه د دغه زده کړې مرکز په اختیار کې ده، نوره د زورځواکانو له لوري غصب شوې.

همدارنګه ښاغلي حبیبي صاحب، له اتومیخانیکي اکاډمۍ سره د دفاع وزارت له مرستې مننه وکړه، او د اتومیخانیکي اکاډمۍ ساحې هوارولو ته دفاع وزارت، د انجینری لېواء له خاصې پاملرنې یې مننه وکړه.

ددغه پروګرام د پرانیستې مراسم، افغانستان ته د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل، او د هوارولو چارې رسما پیل شوې.

د یادولو وړ ده چې د دفاع وزارت، انجینري لواء ماشینري به مخکې د پوستو جوړولو او د جنګ د شدت لپاره استعمالېده، اوسمهال د افغانستان د ښېرازی لپاره استعمالېږي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS