د انځور په ژبه د خنجان انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو د عملی زده کړو بهیر

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو د یادې ولسوالۍ په«گزه گیل» سب سټیشن کې په عملي زده کړو بوخت دي.

استادانو او انجینران دوي ته د عملي روزنې په بهیر کې لارښووني کوي.
په یادو مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې په عملي بڼه ترسره کیږي.

د مسلکي او کارپوه کاري انساني ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه دی.