د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د همکاریو پراختیا
د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولیتخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر شمسالدین عبدالله، سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، محترم نقیبالله احمدي، او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، هم حضور درلود.
دواړو لورو په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تجربو او تخصصي پوهې پر تبادلې، د ظرفیتونو پر لوړولو او د ګډو ښوونیزو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه لیدنه د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د ښوونیزو اړیکو د پیاوړتیا او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په برخه کې د ګډو همکاریو د فرصتونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
