د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د استادانو، د انستیتوتونو د استادانو او د کار بازار د متخصصینو په ګډون جوړ شوی و، پای ته ورسېد.
په دې ورکشاپ کې د پوهنتونونو استادانو، د انستیتوتونو استادانو او د کاري بازار متخصصینو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو په بهیر کې فعاله ونډه واخیسته.
د ورکشاپ په جریان کې د انګلیسي ژبې ښوونیز نصاب وکتل او بیا وارزول شو او د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره یې د پراختیا او اعتبار ورکولو چارې ترسره شوې.
د ورکشاپ په پای کې د معیاري او ښوونیزو، مسلکي او د کار بازار له اړتیاوو سره سم د نصابونو پر ترتیب او پراختیا ټینګار وشو.
