د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

media_admin
خميس, سبتمبر 17 2026 11:02 صباحا
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې د کارآموزۍ، کارموندنې، ظرفیت لوړونې او د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د خصوصي سکټور او د کارموندنې له فرصتونو سره د همغږۍ آمر، محمد سفیان اریوي، په نننۍ ناسته کې د ګډو همکاریو د برخو په اړه خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت د لوړولو، کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو په برابرولو کې یې د خصوصي سکټور رول مهم وباله.

په دې ناسته کې وړاندیز وشو چې د افغانستان او ایران ګډه خونه دې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له ادارې سره د فارغانو د کارآموزۍ پروګرامونو ته د جذب، د استخدام د زمینې د برابرولو، د مسلکي معیارونو د تدوین، د علمي او ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د کاري نندارتونونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان او ایران ګډې خونې په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې په لومړي پړاو کې به د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو ۵۰ تنه فارغان د کارآموزۍ پروګرامونو ته جذب کړي او په راتلونکي کې به د نورو فارغانو د جذب په برخه کې هم همکاري وکړي.

دواړو لورو همدارنګه د کار بازار د اړتیاوو د پېژندنې او د خصوصي سکټور د اړتیا وړ مسلکي معیارونو د چمتو کولو او تدوین په اړه بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو درسي محتوا باید د کار بازار له اړتیاوو سره لا ډېره همغږې شي.

له دې ترڅنګ، د استادانو او فارغانو د ظرفیت لوړونې لپاره د ګډو ورکشاپونو، سیمینارونو او علمي پروګرامونو جوړول هم مطرح شول. د افغانستان او ایران ګډې خونې د ادارې په علمي او مسلکي پروګرامونو کې د ایراني متخصصینو د ګډون او د هغوی د تجربو د شریکولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د اړیکو پر دوام، د شوې هوکړې د مواردو پر تعقیب او د ګډو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو له مهمو محورونو څخه بولي او تل هڅه کوي چې د عملي زده‌کړو، کارآموزۍ او د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو زمینه لا پراخه کړي.

Latest news

أربعاء, مايو 14 2025 2:58 مساء
Background image

المشاركة و الخطاب ال‍تی ألقاها القائم بأعمال إدارة التعليم الفني و المهني في الجلسة الدولية "روسيا - العالم الإسلامي" في قازان

شارك الحاج المولوي غلام حيدر شهامت،القائم بأعمال إدارة التعليم الفني والمهني في أفغانستان، و ألقى كلمة في الجلسة الدولية "روسيا - العالم الإسلامي" في مدينة قازان الروسية.

اثنين, مايو 12 2025 2:42 مساء
Background image

مشاركة المولوي غلام حيدر شهامت في الدورة السادسة عشرة من الاجتماع الدولي في قازان

غادر الحاج المولوي غلام حيدر شهامت، رئيس ادارة التعليم الفني و المهني، إلى روسيا للمشاركة في الدورة السادسة عشرة من الاجتماع الدولي "روسيا و العالم الإسلامي" في قازان. من المقرر أن. . .

خميس, نوفمبر 14 2024 12:05 مساء
Background image

تم تقديم برنامج معلوماتي حول نتائج الندوة الثنائية جنوب-جنوب-شمال

قدم المولوي غلام سعيد احساس، مساعد للشؤن الفني و المهني، و كذلك ترايا واوتر دال، رئيس لجنة النرويج في أفغانستان، شرحًا حول نتائج الندوة الثنائية جنوب-جنوب-شمال خلال مؤتمر صحفي في مركز. . .

BACK TO NEWS