د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیمالرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل سره وینا وکړه.
محترم کلیمالرحمن فاني په دې ناسته کې د الله تعالی د رحمت او مهربانۍ بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه او په فردي او کاري ژوند کې یې د دغو الهي صفاتو د پیروۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي د قرآن کریم آیتونو او نبوي احادیثو ته په اشارې سره کارکوونکي د شفقت، همدردۍ او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا په طرف وهڅول.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اوونیزې اصلاحي غونډې د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، اداري کړنو د ښهوالي او کارکوونکو ترمنځ د معنوي فضا رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
