د لغمان ولایت د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو ته د انګورو ښاخ پرې کولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د انګورو ښاخ پرې کولو زدهکړه په عملي توګه ترسره شوه.
د اړوندې څانګې استاد د انګورو د ښاخ پرې کولو پر مهال، زدهکوونکو ته د ښاخ پرې کولو د اهمیت او څرنګوالي په اړه مفصل معلومات ورکړل.
دا روزنه د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په تحقیقي فارم کې ترسره او موخه یې د دې تعلیمي مرکز د زدهکوونکو عملي زدهکړه وه.
