معلولین ټولې هغه لازمې وړتیاوې او مهارتونه لري چې خلکو ته د خدمت لپاره اړین دي؛
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اصلاحي غونډه د نهاورېدونکو او روښان زړو مسلکي انسټیټیوټونو یو شمیر محصلینو او د دغې ادارې د ټولو کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
د دې غونډې په پیل کې، د نهاورېدونکو او روښان زړو مسلکي انسټيټوټونو استادانو د بیلابیلو موضوعاتو لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او د معلیلونو د وړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په دوام کې د کابل ولایت روښان زړو مسلکي انسټیټیوټ یو تن استاد وویل؛ معلولین، د بیلابیلو مهارتونو او وړتیاوو په درلودو سره، نه یوازې په ټولنه کې مسلکي کسان ګڼل کیږي، بلکې نوموړي د ټولنې اضافي بارهم نه دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې معلولیت لرونکي کسان کولی شي په مختلفو اداري برخو کې، د سالم کسانو سره څنګ په څنګ کار وکړي، او د ټولنې پرمختګ او پراختیا کې هم ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د لید او اوریدلو معلولیت لرونکو کسانو څخه ملاتړ ته ژمنه ده ، او همدارنګه د دې ادارې رهبری تل هڅه کوي چې هغوی ته په ټول هیواد کې د معیاري تخنیکي او مسلکي زده کړو اسانتیاوې چمتو کړي.
