د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو د پلي کولو څرنګوالی
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپلو ښوونیزو مرکزونو کې زده کونکو ته په نظري او عملي ډول زده کړې وړاندې کوي.
په همدې اساس، د نورستان ولایت د دواب کثیرالرشتوي انسټیټوټ مسولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د عملې زده کړو د تطبیق په موخه زده کونکو ته د ونو د قطر اندازه کولو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
لارښود استاد د دې عملي درس په ترڅ کې، زده کونکو ته د ونو د قطر اندازه کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
