د شمال ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو اداري کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار پیل شو
 
              د تخنیکي او مسلکي زده کړو شمال ختیځ زون ریاست د راه نوين ټولنیز او پراختیايي موسسې سره په همکارۍ د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنی سیمینار ترسره کړ.
دا روزنیز سیمینار د شمال ختیځو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او اداري کارمندانو د ظرفیت لوړولو او اداري چارو ښه کولو په موخه پیل شو.
د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار به پنځه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د شمال ختیځو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو استادان او اداري کارمندانو ته د "تدریس میتودونو" په اړه روزنه ورکړل شي.
په ورته وخت کې، د راه نوين مؤسسې مسؤلینو د سیمینار په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو څخه د ستاینې ترڅنګ، له دې ادارې سره په شمال ختیځ زون کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
