د سمنګان په فیروزنخچیر ولسوالۍکثیرالرشتوي لیسه کې د خیاطۍ کورس پیل شو

د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ په کثیرالرشتوي لېسه کې د خیاطۍ لنډ مهاله روزنیز کورس پیل شو.
په دې کورس کې لسګونه ځوانانو د خیاطۍ د زده کړې لپاره برخه اخیستې ده.
تر اوسه پورې د مرکز او ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په لسګونو مرکزونو کې لنډ مهاله حرفوي کورسونه په لاره اچول شوي دي.
دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د روزلو او د هغوی د کارموندنې په موخه په لاره اچول کیږي.