د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت نوی رئیس معرفي شو

ښاغلی مفتي نجم الدین حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت د نوي رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.
نوموړی د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې په وړانديز او د اسلامي امارت د ریاست الوزرا په منظورۍ په دغه دنده وګمارل شو.
ښاغلي حقاني تر دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ د رئیس په صفت دنده ترسره کوله.