په پکتیا ولایت کې د یاد ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت له لوري د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل شو
د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلين وايي چې نوموړو د یاد ولایت څمکنۍ ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل کړی دی.
دا پروګرام به درې میاشتې دوام وکړي او شاوخوا ۱۰۰ تنه زده کونکي به د کمپیوټر ترمیم په اړه په عملي او نظري بڼه روزنه ترلاسه کړي.
دا پروګرام په داسې حال کې په لاره اچول شوی چې زرګونه کسان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بېلابېلو حرفوي پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.
