د لغمان ولایت اړوند قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه جوړه شوه

د لغمان ولايت اړوند د قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ څخه د ۴۰ تنو محصلينو د فراغت په پار د یاد تخنیکي مرکز لخوا، فراغت غونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د لغمان د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، مخورو او د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.
د لغمان ولایت د معارف آمر مولوی عبدالرازق سیار په دې مراسمو کې ځوانان وهڅول تر څو د دیني زده کړو تر څنګ عصري علوم هم زده کړي نوموړي همداراز له هغوی وغوښتل، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې خپله ونډه په پوره هوډ سر ته ورسوي.
په دې غونډه کې نورو ويناوالو د عصري علومو په ځانګړې توګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د مسلک د رامنځته کولو بنسټ ګڼل کېږي، خبرې وکړې. نوموړو دغه راز ځوانان وهڅول چې په خپلو اړوندو څانګو کې زده کړو ته دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې فارغ شويو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم په دعایې سره پای ته ورسیدل.