د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو محصلینو لخوا د عملي روزنو د زده کړو لړۍ

عملي زده کړې او روزنې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د روزنې عمده او یوه لویه برخه جوړوي، چې پر بنسټ یې د تخنیکي زده کړو مرکزونو فارغان په بازار کې د دندو رامینځته کولو وړتیا ترلاسه کوي.
په همدې حال کې، د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د یاد ولایت مرکز ته د علمي سفر په ترڅ کې د داغمه ماشینونو څخه لیدنه وکړه. نوموړو ته په دې روزنیزې جلسه کې د برقي شبکې د عوارضو په اړه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد په دې درسي جلسه کې محصلینو ته د بریښنایی شبکو د ستونزو او عوارضو د حل کولو څرنګوالي په برخه کې توضیحات ورکړل او د نوړومو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو اهمیت او اغیزمنتوب ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هم د دې زده کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.