د بغلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوه

د بغلان ولایت د مسلکي لېسو او انسټیټونو لپاره نوي چاپ شوي کتابونه یاد ولایت ته ورسېدل.
دا کتابونه د لسم څخه تر دولسم ټولګي زده کوونکو لپاره دي. د دې کتابونو په ویشلو سره به په بغلان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کتابونو کمښت ستونزه حل شي.
نوي چاپ شوي کتابونه په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ویشل شوي دي.