د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون نوی رئیس معرفي شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۴۰

ښاغلی مولوی عبدالمطلب انصار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي مسؤلینو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د نوي رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د پایتخت زون د رئیس په توګه د مولوی عبدالمطلب انصار د معرفي کولو په مراسمو کې یو شمیر مقاماتو لکه، مولوي غلام سعید احساس د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستیال، مفتی فضل الرحمن فاضل د ددې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د کابل ولایت د مقام د دفتر رئیس او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمیر رئیسانو او آمرینو هم ګډون درلود.

ښاغلي مفتی فضل الرحمن فاضل په دې مراسمو کې وویل چې تغیر او تبدیل په اسلامی نظام کې یو مهم اصل دی. او مسؤلین باید په خپلو مسؤلیتونو ته پام وکړي.

په ورته وخت کې، محترم مولوي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال هم په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې مسؤلین باید خپل مسؤلیتونه پوره اخلاص او مسؤلیت‌پالنې سره سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د زیارونو او هڅو په پایله کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اته زونونه جوړ شوي دي، چې اوس مهال د هیواد په بیلابیلو زونونو کې، ټولنې ته پر خدمت بوخت دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۳۳
Background image

فراگیری آموزش‌های عملی ازسوی دانش‌آموزان انستیتوت زراعت و وترنری

دانش‌آموزان انستیتوت زراعت و وترنری حصه اول ولایت کاپیسا دریک جلسه درسی درباره مایکرسکوب و اجزای آن آموزش دیدند. در همین حال استاد بخش مربوطه برای آنان درباره چگونگی استفاده از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۷
Background image

برگزاری نشست بورد اکادمیک اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی

نشست بورد اکادمیک اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی باحضور و اشتراک شماری از رؤسای این اداره برگزار گردید. در این نشست درباره مسوده راهنمای تطبیق آزمایشی تحلیل و تجزیه نصاب تعلیمی و همچنین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۷
Background image

گشایش ورکشاپ آموزشی برای کارمندان اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی

ریاست تحقیق و نوآوری اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی برای کارمندان امور اکادمیک این اداره سیمینار آموزشی برگزار کرد. این برنامه برای پنج روز ادامه دارد و استادان پوهنتون کابل درباره روش. . .

BACK TO NEWS