د خوست مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې د مخابراتو ریاست څخه لیدنه وکړه
د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلین، د لارښود استاد په لارښوونه، د یوه ورځني علمي سفر په ترڅ کې د خوست ولایت مخابراتو ریاست اړوند افغان ټیلیکام شرکت څخه لیدنه وکړه.
دغه راز په دې علمي سفر کې د افغان ټیلیکام د مسلکي کارکوونکو لخوا په عملي بڼه، محصلینو ته د شبکې (Network) اړوند موضوعات تشریح شول، تر څو نوموړي وکولای شي د خپلو نظري زدهکړو تر څنګ، له واقعي کاري چاپېریال سره هم آشنا شي.
د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا یاد عملي سفر د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، او د کار بازار سره د نږدې کیدو په موخه ترسره شو.
