په غزني کې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅیړل شو

د غزني ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امر مفتي محمد نذیر خاضع د څارنې پلاوي په ملتیا د دغه ولایت له یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي خاضع د غزني مرکز اړوند د ځانګړو زده کړو عالي لېسې او د حسابداری انسټیټوټ او د خواجه عمري ولسوالۍ د کرنې عالي لېسې تدریسي وضعیت وڅېړه.
نوموړي د يادو مرکزونو له استادانو او کارکوونکو سره ناسته وکړه او د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر د لا زيات جلب او جذب په برخه کې پر جدي پاملرنې ټينګار وکړ او له استادانو يې وغوښتل چې د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.