د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس: د مجاهدينو روزنیزې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د ا.ا.ا رهبرۍ لوړ مقام له خوا يې تود هرکلی هم شوی.
په تخار ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مديريت پروګرام څخه د نږدې ٨٥٠ تنه مجاهدينو فراغتغونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حيدر شهامت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د شمال ختيځ زون رئيس، د تخار ولايت مرستيال والي او د یاد ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسؤلینو هم ګډون درلود.
د دې مراسمو په پیل کې الحاج مولوي غلام حیدر شهامت وویل چې د مجاهدینو روزنیزه طرحه د ا.ا.ا یو له سترو موخو او پروګرامونو څخه وه.
نوموړي د مجاهدينو لپاره د مديريتي زده کړو اهميت ته په اشارې سره زياته کړه چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا څلويښت زره مجاهدين د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مديريتي زده کړو بوخت دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس همدارنګه له فارغانو وغوښتل تر څو د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له مسلک، ژمنتیا، صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي او د خلکو د خدمت لپاره سخت کار وکړي.
دغهراز ښاغلي الحاج مولوي شهامت زياته کړه؛ « کله چې د مجاهدينو روزنیزه طرحه د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله تعالی درانه مقام ته وړاندې شوه، د امیرالمومنین حفظهالله له لوري له دې طرحې څخه ډېر تود هرکلی وشو او د پلي کېدو لپاره یې هدایات هم صادر کړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس څرګنده کړه، چې د دغې طرحې پلي کیدل يوه ستره لاسته راوړنه ده، چې هم نوموړی او هم د ا.ا.ا مشرتابه یې هر کلی کوي.
په ورته وخت کې د تخار ولايت مرستيال د خپلې وینا پر مهال د مجاهدينو لپاره د مديريتي زدهکړو پر اهميت ټينګار وکړ او د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې یې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له رهبرۍ څخه، قدرداني وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په تخار ولايت کې د مجاهدينو د روزنيزې طرحې له مديريت څانګې څخه د شاوخوا ۸۵۰ مجاهدينو فراغت يوه ستره لاسته راوړنه ده. هغه څرګنده کړه، چې مجاهدينو د روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته په لازمې توګه د مديريتي چارو د پرمخ بیولو توان ترلاسه کړى دى.
د دې پروګرام په بله برخه کې د تخار ولایت سیمه ییزو مقاماتو لخوا د الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د ارزښتناکو خدمتونو په پار، نوموړي ته د مننې لوح هم ورکړل شو.
دا پروګرام په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر اوس مهاله په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونو کسان له دې پروګرام څخه فارغ شوي او د ا.ا.ا پر بیلابیلو سکتورونو کې د دندو په ترسره کولو بوخت دي.
