د«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند « حصه اول کوهستان» د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې په یاد ولایت کې د کبانو یو فارم ته د علمي سفر په ترڅ کې د کبانو د روزلو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د "کب د ډولونو، د کبانو خوراکي توکو او د کبانو د روزلو د څرنګوالي " موضوعات په علمي او عملي ډول تشریح کړل، او همداراز د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې هم هراړخیز ځوابونه وړاندې کړل.
دا فعالیتونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره تړلي په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو یوه برخه ده، چې د محصلینو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د هغوی د چمتو کولو په پار ترسره کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل د عملي زده کړو پر اهمیت ټینګار کوي او هڅه کوي چې د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره محصلینو ته د اغیزمنو زده کړو زمینه برابره کړي.