د کاپیسا، کوهستان دوهمې برخې تخنیکي انسټیټوت وڅېړل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له لوري د کاپیسا ولایت، کوهستان دوهمې برخې انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو.
دغه پلاوي د زده کړې مرکز له صنفونو او همدارنګه د زده کړیالانو له نوښتونو لیدنه وکړه.
همدارنګه د کاپیسا ولایت، دوهمې برخې انسټیټوټ ستونزې او اړتیاوې د مسؤلینو له خوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پلاوي سره شریکې شوې. ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د مالي او اداري چارو مرستیال د ستونزو حل او اړتیاوو د پوره کولو د وعدې تر څنګ د چارو د سمون په موخه د دغه انسټیټوت مسؤلینو ته اړینې لارښوونې ورکړې.