د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولايت د پوهنې له رئيس سره خبرې اترې وکړې

د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدين اميني د بلخ ولايت د پوهنې له رئيس مولوي عبدالجليل شاهدخېل سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د لا زياتې تعليمي همغږۍ په هکله خبرې وکړې.
د بلخ ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولايت د پوهنې له رياست څخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر زده کوونکو د عمومي زده کړو درسي کتابونو د وېش په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ د پوهنې رئيس د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د دغه رياست د همکاريو ډاډ ورکړ.