د پنځو ولایتونو آمرینو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پنځه ولایتونو ولايتې آمرینو د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو معاون ته د خپلو کړنو راپور ورکړ.
په هغه انلاین غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د ننګرهار، جوزجان، پکتیکا، هلمند او کندهار ولایتونو آمرینو د بودجې د لګښت، د املاکو او د زده کوونکو او زده کړیالانو د جذب په هکله خبرې وکړې.
تر دې وړاندې هم د يو شمېر نورو ولايتي آمرینو د خپلو کړنو په اړه راپور ورکړی و او دا لړۍ دوام لري.