د بلخ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ ستونزې وارزول شوې

د بلخ ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدين اميني د مزار شريف د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له استادانو سره وکتل او د یاد انسټیټوټ د ستونزو په اړه يې خبرې وکړې.
ښاغلي امیني د بلخ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د استادانو د کارونو ستاینه وکړه.
د یاد انسټیټوټ آمر او استادانو خپلې ستونزې او وړانديزونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمر سره شريک کړل.