په سرپل کې د ظرفیت لوړونې له روزنیز پروګرام څخه 150 تنه مجاهدین او نوي ګمارل شوي کارکوونکي فراغ شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
سرپل

د ا.ا.ا (150) تنه مجاهدین او نوي ګمارل شوي کارکونکي د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا جوړ شوی 45 ورځنی روزنیزه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

 نوموړو د فراغت تصدیق پاڼې د هغو مراسمو په ترڅ کې ترلاسه کړل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي او د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

 په دې مراسمو کې د مسلکي انسټیټونو او عالي لیسو د زده کونکو او زده کړیالانو هنرونه او نوښت نندارې ته وړاندې شو او نوښتګر زده کونکي وهڅول شول.

د یادولو وړ ده چې په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له خوا د ا.ا.ا مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي چې په دغو پروګرامونو کې د انګلیسي ژبې، اداري او مدیریتي مهارتونه تدریس کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS