دمیلاد النبي به مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دمشرتابه پیغام

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۷:۱
سیرت النبی ص

الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسول الله صلی علیه وسلم أشرفهم نسباً و أکملهم جمالاً وأعظمهم خُلقاً (وانک لعلی خلق عظیم)

(وَمَا أَرسَلنَاک إلا رَحمَةً لِلعَالَمين) (يَا أَيُّهَا النَّبيُّ إنَّا أَرسَلنَاک شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا) (وَدَاعيًا إِلَى اللَّهِ بإذنِهِ وَسرَاجًا مُنيرًا) (بالمُؤمنينَ رَءُوف رَحِيم).

وبعد: د افغانستان غيورو او متدينو ولسونو!

تاسو پوهېږی نن د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د نیکمرغه میلاد ورځ ده، دا د هغه ستر شخصیت میلاد دی، چې دنيا ته په راتګ يې ځمکه او اسمانونه رڼا شول، د عربي جزیرې له غباره ډک اسمان یې د لمر په شان رڼا کړ، نړۍ او بشريت ته یې روښنايي ورکړه، د جاهلیت د دورې د خلکو ژوند يې د جهالت له تورو تیارو او ګمراهۍ وژغورو، خلک يې د تيارو څخه د رڼا په لور را وبلل، نن د هغه شخصیت د ميلاد ورځ ده چې د هر ډول ښکلا، فضيلت، كرامت، او ښايست لرونکی دی، نن د هغه شخصیت د ميلاد ورځ ده چې د ټولو صفاتو له ليکلو يې قلم عاجز دی، نن د هغه شخصیت د ميلاد ورځ ده چې پر مؤمنانو ډیر نرمي کوونکی او ډیر مهربان دی، نن د هغه شخصیت د ميلاد ورځ ده چې شپه او ورځ به د خپل اُمت په غم کې ؤ، د دوی لپاره به ېې په ساعتونو، ساعتونو له دعاګانو، عذر، زارۍ او عاجزۍ سره د الله تعالی په دربار کې د خپل اُمت لپاره د مغفرت او بښنې غوښتنې کولې.

بناء د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دې سپېڅلي میلاد د را رسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته په ځانګړې توګه د افغانستان مجاهد، غيور او شهیدپال ملت ته مبارکي وایي، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ټولو ښوونيزو مراکزو له مسؤلينو غوښتنه کوي چې په ډیر عالي او شانداره توګه د قران کریم په ختمونو او د نبوي سیرت د سیالیو په جوړولو سره د رحمة للعالمین حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دغه مبارک میلاد ولمانځي او د قولي، فعلي او تقریري سنتو په عملي کولو سره د یو کامل اُمتي عهد تازه او د ژوند ټولې چارې ور سره عيارې او عملي کړي.

په درناوي

مولوي غلام حیدر شهامت

دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS