د محصلينو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
وردګ

د ميدان وردګو ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت د خپلو متعلمينو او محصلينو لخوا جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کړل.

د متعلمینو او محصلینو د لاسی صنایعو نندارتون د میدان وردگو ولاِیت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې په لار اچول شوی وُ چې د ميدان وردګو ولايت عالي رتبه مسؤلينو، مشرانو، متعلمینو، محصلينو او ځوانانو ليدنه ترې وکړه.

ليدونکو ياد نندارتو ډير ګټور ارزيابي کړ او د محصلينو او متعلمينو د لا پرمختګ سبب يې وګڼلو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د متعلمينو او محصلينو د ظرفيت لوړاوي په موخه د دوی لاسي صنائع نندارې ته وړاندې کړي.

د میدان وردګو ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلی انجنیر محمد حامد ناصري وايي: محصلين او متعلمين يې د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي زده کړو مصروف او ډيرې لاس ته راوړنې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS