د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۴۰۰ زره ټوکه درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۲:۴
د کتابونو د توزیع پرانیسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۴۰۰ زره جلده درسي کتابونو د ویش د لړۍ پرانیسته د ا.ا.ا د عالي رتبه مسؤلينو په حضور کې ترسره شوه.

د مراسمو په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو او عامه اړيکو آمر استاد مطيع الله هدايت د چاپ شويو کتابونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د لومړي ځل لپاره دغه اندازه کتابونه د ا.ا.ا په لوګو او پيغام سره چاپ شوي دي.

ښاغلي هدایت وويل: دغه کتابونه د (برق، ساختمان، وترنري، د موټر ترميم، کمپيوټرساينس، ادارې او حسابداری، جيودوزي، ماشين، او د ښوونکو د لارښوود کتابونه دي) چې په لنډ وخت کې به د ټولو متعلمينو او محصلينو تر لاسونو پورې ورسېږي.

مطیع االه هدایت

ورپسې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس مولوي غلام حيدر شهامت خبرې وکړې او ويې ويل: ياده اداره د هېواد د نورو تعليمي ادارو ترڅنګ د هېواد د بچيانو د روزنې مسووليت په غاړه لري.

ښاغلي شهامت زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه په عملي زده کړو تمرکز کوي او دا د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو او نورو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ یو لوی توپیر دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټينګار وکړ، چې د بشري منابعو روزنه، د کار پيدا کول او د بېوزلۍ له منځه وړل د دې ادارې اساسي موخې دي.

ښاغلي شهامت په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د کتابونو نشتوالی د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو یوه له عمده ستونزو څخه دی، چې اوس د چاپ شویو کتابونو په وېش سره تر يوې اندازې حل کېږي، ښاغلي شهامت وويل: په تېرو دوو لسيزو کې په دومره اندازه کتابونه نه دي چاپ شوي.

ښاغلي شهامت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل: په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې په ټولو صنعتي پارکونو کې انستيتوتونه جوړ شي، دارنګه کاربردي پوهنتون، د هر زون په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره کمپلکسونه جوړول يې له لومړيتوبونو څخه دي.

شهامت

ورپسې د مهاجرينو چارو وزير الحاج خلیل الرحمن حقاني وینا وکړه او په هېواد کې یې د تعلیمي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني وویل: په تعلیمي کتابونو کې باید د هېواد اسلامي ارزښتونو او کلتور ته ډېره پاملرنه وشي.

حقانی

په دې کتنه کې داقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطيف نظري د نصاب په متونو ټينګار وکړ او ويې ويل چې نور بايد زموږ هېواد په علمي او پوهنيز ډګر کې خپلواکي ترلاسه کړي .

ښاغلي نظري وویل: افغانستان یو خپلواک هېواد دی، له علمي پلوه هم بايد خپلواک او د ځوانانو په روزنه کې ډير کار وشي.

د اقتصاد وزارت مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ۴۰۰ زره جلده کتابونو چاپ یو ستر کار وباله او د دې ادارې د رهبرۍ ستاینه یې وکړه.

د اقتصاد معین

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر مفتي انعام الله سمنګاني په خپلو خبرو کې د کتابونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان نن کتابونو ته اړتیا لري.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړه کتاب مو منزل ته رسوي، او ويې ويل: په افغانستان کې امنیت تامین شوی او اوس اړتیا ده چې تخنيکي او مسلکي زده کړو ته پاملرنه وشي. سمنګاني وويل: د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د پوهنې او لوړو زده کړو موسسو ترڅنګ د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.

سمنګانی

د غونډې په وروستی برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب رئيس، د چاپ او نشر عمومي مدير او د چاپ مسؤل په تقدير نامو سره وستايل شول، او د افتتاح مراسم په دعايه سره پای ته ورسیدل.

د نصاب رییس

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS