کندهار کې نوی تعلیمي کال دزنگ په کړنګ سره پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۲۰:۵
کندهار

د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند قادري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټوټ کي د ١٤٠١ - ١٤٠٢ تعلیمي کال د پیل په مناسبت د زنګ وهلو غونډه چې دچاپیریال ساتنې رئیس ښاغلي نور الله عادل، دتخنیکي زده کړو آمر ښاغلي کریم الله حمیم، دانسټیټونو او لیسو آمرینو، استادانو، والدینو، زده کوونکو او زدکړیالانو ګډون درلود جوړه شوې وه، غونډه دقران کریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د تعلیمي کال د پیل مبارکي ټولو ګډونوالو ته ورکړه او د مسلکي زده کړو پر بهبود او ښه والي يې ټینګار وکړ.

دیني عالم ښاغلي مولوي عبدالنافع هم وینا وکړه ښاغلي د علم په ارزښت او حاصلولو باندي لازمي خبري وکړي او والدین يې وهڅول چي په خپلو اولادونو باندي دیني، عصري او مسلکي زده کړي وکړي، د لیسو او انسټیټونو آمرینو هم خبري وکړې، تنکیو ماشومانو ښکلي نظمونه او ترانې زمزمه کړې، دغونډې په وروستی برخه کې دګډنوالو لخوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي حمیم صاحب ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کړل شوه. او دتعليمي کال دپیل دزنگ کړنګولو وروسته غونډه په دعایه سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS