په فاریاب ولایت کې د ا.ا.ا «مجاهدینو» لپاره دوه میاشتنی روزنیزه دوره پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۱:۲۰
ورکشاپ

 د فارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا دوه مياشتنى روزنيز دوره د افغانستان ا.ا "مجاهدينو" لپاره پيل شوه.

 په دې دوره کې د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» ۳۰ تنو ته د ادارې او مدیریت مهارتونه، کمپیوټر او انګلیسي زده کړه ورکول کیږي.

 د فارياب ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو امریت د ښوونيزو څارنې او راپور ورکولو لوی مدیر احمد نواب سلطاني وايي، چې د دغه روزنيزې دورې له جوړېدو څخه يې موخه د افغانستان ا.ا هغو "مجاهدينو" ته د اداري او مديريت مهارتونو زده کړه ده، چې په دې وروستيو کې ملکي خدمتونو په بستونو کې نوی ګمارل شوي دي.

د فارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي غلام ولي همت وايي، دغه امریت هوډ لري چې په راتلونکي کې په نورو برخو کې هم لنډ مهاله روزنيز پروګرامونه په لاره واچوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا مجاهدینو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS