د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل د موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو له تخنیکي او مسلکي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۵:۱۲
د اکاډمیکو چارو مرستیال

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال استاد نورمحمد عزیزي په کابل کې د موسهي ولسوالۍ مسلکي لېسې او د چهاراسیاب ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي د دې لیدنې پر مهال د دغو مرکزونو وضعیت وارزاوه او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال په انسټیټونو کې د تدريس پر ښه کيفيت د ټينګار تر څنګ وويل، چې دغه اداره د زده کړیالانو عملي کارونو ته جدي پاملرنه کوي.

استاد عزيزي زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د استادانو د کمښت د حل په موخه به ډېر ژر په يادو مرکزونو کې خالي بستونه ډک شي.

د اکاډمیکو چارو مرستیال ژمنه وکړه چې د موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو تخنیکي او مسلکي مرکزونو نورې ستونزې به هم حل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS