د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ زده کړیالانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۵:۳۱
AIT

د افغان تکنالوژۍ انسټیټوټ زده کړیالانو ۶۷ مه فراغت غونډه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تالار کې ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د دې ادارې مرستیالانو هم حضور درلود.

د افغان تکنالوژۍ انسټیټوټ امر محمد ظاهر هوتک د مراسمو په پیل کې وویل چې سږ کال د کمپیوټر ساینس، مهندسی، د موټر ترمیم، برېښنا او ماشین نری له څانګو څخه ۳۰۹ تنه زده کړیالان فارغ شول.

نوموړي له دولتي ادارو وغوښتل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په همغږۍ دې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي په خپلو خبرو کې زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به د فارغانو مسووليتونه زيات شي. هغه وویل چې د افغانستان ا.ا تعلیمې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

عزيزي زياته کړه، چې په راتلونکي کې به هڅه وکړي، چې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ ته وده ورکړي او په يوه کمپلکس یې بدل کړي.

په دې مراسمو کې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل هم خبرې وکړې او له مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز په دې مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وويل، چې په تېر حکومت کې هر څه چمتو وو، خو هېواد ته د خدمت او مسووليت احساس نه و. هغه زياته کړه، چې اوسمهال اسانتياوې کمې دي، خو د خلکو د خدمت احساس لري.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغان تکنالوژۍ انسټيټوټ له استادانو وغوښتل، چې د زده کړی تر څنګ زده کړیالانو ته هم خپل مسووليت هم ور زده کړی. هغه وويل، زده کړیالان بايد ځانونه د افغانستان شتمني وګڼي او احساس وکړي، چې ټولنه ورته اړتيا لري.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د دولتي پوهنتونونو له خوا د انسټیټونو د فارغانو جذب محدودیت په برخه کې به یو کلن تنزیل لیرې شي او په دې برخه کې۹۰ سلنه کار پرمختګ کړی دی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز وويل، هڅې روانې دي، چې پوهنتون علوم کاربردی جوړ او نورو هېوادونو ته مسلکي کسان ولېږل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

BACK TO NEWS